اسلام آباد ۔ 31 مئی (اے پی پی) ګرد هېواد كښې د قحطي ملخانو په ضد آپرېشن كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د 3لکه 63 زره هېكټره رقبې سروے او د ټدي مار دوايانو د لارې د 4900 هېكټره رقبې ټريټمنټ وكړے شو۔ په مجموعي توګه په 4 لكه 92 زره هېكټره رقبه سپرے شوے ده۔ د نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی وياند له مخې دا مهال د هېواد په 52 ضلعو كښې قحطي ملخان موجود دي۔ بلوچسستان كښې 31، خېبر پختونخواہ كښې 10، پنجاب كښې 5 او سندھ كښې 6 ضلعې ځپلې شوې دي۔ د وياند له مخې د قحطي ملخانو د ځپليو سيمو سروے او كنټرول آپرېشن روان دے۔ د اېن ډي اېم اے وياند ووئيل چې بلوچستان كښې په 3200 او پنجاب كښې په 200هېكټره رقبه سپرے شوے ده۔ خیبر پختونخواہ كښې د 800 هېكټره رقبې ټریټمنټ شوې۔ سندھ كښې تېره ورځ د 700 هېکټره رقبې ټريټمنټ وكړې شو۔ د وياند له مخې تر دې دمه په 4 لکه 92 زره هېكټره رقبه سپرے شوے ده۔