اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د پي ټي آئي حكومت په چا كېسونه نه دي جوړ كړي٬ د وړاندې نه په شته كېسونو كار كوٶ٬ غلو له د سزا وركولو خبره كوٶ٬ د ټاكنو كمېسون له سندھ اسمبلۍ كښې د تېمور تالپور د سېنېټ په ټاكنو كښې د ووټ اخستو د بيان نوټس اخستل پكار دي٬ كوم كښې چې ھغه د ووټ اخستو اعتراف كړې ٬ دا ډېر مهم انكشاف دے ٬ د قامي ادارو په سياسي بهرتو بېړه غرقه شوې٬ ملازمان چې هر څنګه بهرتي شوي حكومت ھغوي نه اوباسي٬ ادارې په قرض نه چلېږي٬ په دې كښې اصلاحات كول ضروري دي۔ د جمعې په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل پخوانې چيف جسټس افتخار چوهدري ډېر غصه دے خو د ايډن هاٶسنګ سوسائټۍ مقدمه مونږ نه ده فائل كړې٬ دا مقدمه په نېب كښې د وړاندې نه راروانه ده٬ ده ووئېل نېب د ايډن د مالك پشمول د نورو ككړو كسانو رېډ وارنټ جاري كړې چا چې د 12 زره كسانو په اربونو روپۍ هضم كړې ٬ ده ووئېل زه نه پوهېږم چې كله پارلمان كښې غل ډاكو ته د لاس اچولو خبره كېږي نو مخالفه ډله په احتجاجي توګه واك آٶټ كوي٬ ھغوي دا ګڼي چې دا مونږ ته اشاره ده٬ په دې لړ كښې د پاكستان عدالتونو له كار كول دي۔ وفاقي وزير ووئيل تېره ورځ د سندھ اسمبلۍ غړي تېمور علي خان تالپور ډېر مهم انكشاف كړې چې د سېنېټ په ټاكنو كښې ځېنې خلق د ووټونو په اخستلو او خرڅولو كښې ككړ پاتې دي او پيپلز ګوند ووټونه اخستې دي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل دا د وزيراعظم عمران خان د سوګند پورته كولو نه مخكښې خبره ده كله چې د مخالفې ډلې يو سياست مدار ووټونه اخستې وٶ٬ د سياست مدارو انفرادي پرېكړو ته د ګوند د كردار په توګه نشي كتلې كېدې ځكه خو عمران خان وړاندې دا خبره كړې وه چې د سېنېټ د ټاكنو تګلاره بدلول پكار ده ۔ وفاقي وزير ووېيل د ووټ اخستو په معامله د ذكر شوې انكشاف نه پس د ټاكنو كمېسون له نوټس اخستل پكار دې او بايد د پلټنو امر وكړي۔ ده ووئيل خېبرپښتونخوا كښې 20 غړو دا ډول حركت كړې ٶ نو وړومبې د ھغوي غړيتوب معطل كړې شوې ٶ او په ټولټاكنو كښې ورته ټكټ هم ورنه كړې شول او په دې لړ كښې پي ټي آئي خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي ٬ده ووئېل د سندھ اسمبلۍ د غړي انكشاف نه پس بايد د ټاكنو كمېسون خپل كردار ترسره كړي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل سناتور مشاهد الله خان په قامي ايئر لائن پي آئي اے كښې څنګه خپل وروڼه بهرتي كړې بايد ځواب وركړي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل راډيو پاكستان ته په كلنه توګه 4 اربه روپۍ وركړې كېږي او دغسې پي ټي وي ته په كلنه توګه 7 اربه روپۍ وركولې شي٬ ده ووئېل د قامي ايئر لائن (پي آئي اے) پشمول قامي خبر رسنه اداره (اے پي پي) په زيان چلېږي٬ كه زه خپلې سيمې جهلم څخه يو زر كسان په دې ادارو كښې بهرتي كړم نو ټاكنې كښې به وګټم۔ وفاقي وزیر ووئيل ادارې د اولس د ټېكس په پېسو چلېږي ٬ په ادارو كښې چې اصلاحات ونه كړو نو مخ په وړاندې تګ نشو كولې ٬ ده ووئېل د ادارو په سياسي بهترۍ بېړۍ غرقه شوې خو ملازمان چې هر څنګه بهرتي شوې حكومت ھغوي نه اوباسي ٬ په ادارو كښې اصلاحات ضروري دي ٬۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل په رېلوے كښې خواجه سعد رفيق بې شمېره كسان بهرتي كړي٬ ھغوي كار نه كوي يوازې تنخاګانې اخلي ۔ وفاقي وزير ووئيل د ريكوډك په مسئله كښې د ككړو كسانو په ضد ټولو سياسي ګوندونو لپاره په ګډه مقدمه كول پكار دي ۔ ده ووئيل اولس تحريك انصاف څخه هيلې لري چې د ايليټ كلاس خلقو ته به لاس اچوي٬ مونږ د كرپشن په ضد يو خو چې چا ته د لاس اچولو هڅه كوٶ نو وائي ډېر ظلم روان دے۔ د جهانګير ترين د نااهلۍ پرېكړې پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د سترې محكمې د پرېكړو په ضد بدلون نه راوړلې كېږي او نه به د جهانګير ترين د پرېكړې پحقله د بدلون بل وړاندې كړې شي